ټولنه

په زابل کې د شهیدانو د وارثانو لپاره ښار ګوټی پرانېستل کېږي

قلات باختر د وږي ۲۱ مه
په نږدې راتلوونکي کې به د شهیدانو د کورنیو لپاره ځانګړی شوی ښارګوټی پرانېستل  شي او د سرپناه غم به یې وخوړل شي.
دغه څرګندونې د زابل والي رحمت الله یارمل،د شهید د اوونۍ د نمانځلو په پار په جوړې شوې غونډه کې  وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېيز خبریال د خبر له مخې،د غونډې په پيل کې د شهیدانو د روحونو د تسکین او هوساینې لپاره د قرانکریم  د ختم ترڅنګ د دعا لاسونه پورته شول.
وروسته د زابل والي رحمت الله یارمل غونډې ته په وینا کې  وویل چې،لا هم هره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه  د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو لپاره له خپلې خاورې دفاع کوي او په دې لاره کې سرونه قربانوي.
هغه د شهیدانو د کورنیو له غړو سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلوونکي  کې به د هغوی لپاره ځانګړی شوی  ښارګوټی پرانېستل شي.
دغه راز  په دغه ولایت کې د تروریزم د قربانیانو په یاد او د درناوي نړیواله ورځ هم د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د یادونې وړ ده چې، په روانه اوونۍ کې د زابل تر څنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شهید اوونۍ د ځانګړو غونډو او د قران کریم په ختمونو سره ونمانځل شوه.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته