خبرونهټولنه

په هلمند کې خپلمنځي شخړه کې یو تن مړ او درې نور ټپيان شول

 کابل، د تلي ۳ مه، باختر

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې تېره اونۍ د خپل منځي شخړو له کبله یو تن مړ او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د پولیسو یوې سرچینې باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت په نهرسراج، واشیر او سنګين ولسوالیو کې د جایدادونو پر سر د شخړو له امله یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي.

د یادونې وړ ده چې په دې تړاو څو تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا