نړۍ

دروسيې دصدراعظم ولاديمير پوتين دترور پلان شنډ شو .

مسکو  باختر د کب اتمه

  دروسيې دولتي تلويزيون نن وويل، دروسيې اوکراين  مامورينو دروسيې دصدراعظم ولاديميرپوتين د وژنې په تور يوه ډله مشوک کسان نيولي دي  او دهغوى  توطيه شنډه  کړاي شوه .

 دباختر اطلاعاتي اژانس د وي- او- اي دانترنتي سايت د څرګندونوله مخې، خبر راکړ، دغه خبر  نن دروسيې دتلويزيون  له خوا خپور شو .

 مشکوکوکسانو وويل، هغوى ته په چيچن  کې دياغيانو ديوه مشر دکوعمروف له خوا لارښوونه شوې وه چې پوتين ووژني  مشکوک کسان داوکراين په اوديساى ښار کې  نيول شوي او درې طراحان يې له متحده عربي اماراتو څخه اوکراين ته تللي و .

 داوکراين امنيتي مامورين وايي دغه کسان دروان ميلادي کال  په لومړيو وختوکې  له يوې  چاودنې وروسته په داسې حال کې چې ديوې چاوديدونکي آلې دجوړولو په حال کې و ، ونيول شول  .

 تروريستان غواړي چې په شمالي قفقاز کې يو اسلامي دولت جوړ کړي .

 دروسيې دصدراعظم ويندوى دايتار تاس  دخبري اژانس دغه خبر تاييد کړ خو له زياتو څرګندونو  څخه يې  ډډه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته