خبرونهاقتصادTOPټولنه

د جمهوررئیس په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ د وري ۱۶مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا غونډه، په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مرستیال د هیواد په پنځو سیندیزو حوزو کې په روان کال کې د اوبو د وضعیت او وچکالۍ دورو د ارزونې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، هیواد سږکال له منځنۍ وچکالۍ سره مخ دی، د اوبیز کال وضعیت ارزونه له دې سره مرسته کوي چې د سېلاب او وچکالۍ زیانونه مدیریت او تر ټولو راکم شي. جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ته لارښوونه وکړه، په یوه اوونۍ کې دې په روان کال کې د غنمو او وریجو د تولیداتو مقدار مشخص او د اړتیا وړ اندازه واضح کړي. وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې معین، د سېلاب او وچکالۍ مدیریت ملي پالیسي غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د سېلاب په مدیریت سره د پېښو د راټیټېدو ترڅنګ، له زېرمه شویو اوبو د اوبو د کمبود په فصل کې د کرنې اوبولګولو په موخه استفاده کېږي. جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، پالیسي لا زیات غور او همغږۍ ته اړتیا لري او د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره دې د لوړو زده کړو وزارت او اوبو او چاپېریال ساتنې د څېړنو ملي مرکز په مشوره یاده طرحه وارزوي او د دوباره تصویب په موخه دې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته وړاندې کړي. وروسته د اجنډا مطابق کابل ښاروال، کونډو او یتیمانو ته د سرپناه جوړولو طرحه چې خیریه بنسټونه یې تمویلوي غونډې ته وړاندې کړه او په کم تراکم یې د پناه خیریه بنسټ له لوري کرنیزې څخه د استوګنې پر پېرل شوې سیمې د تعدیل غوښتنه وکړه. د هیواد جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته له کرنیزې څخه د استوګنې متوسط کورونو انتخاب شوې سیمې تعدیل تائید او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله، د استوګنې پر سیمې د کرنې د درې جریبه ځمکې بدلېدو پر ځای دې، نوره شپږ جریبه ځمکه په کابل ښار کې پر زرغونه سیمه بدله کړي. د غونډې په پای کې د ترافیکو د حقوقي مدیریت او کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري د هغو د خدمتونو د برېښنایي کولو موضوع غونډې ته وړاندې او څرګنده شوه د یادې طرحې په تطبیق سره به د کاغذپرانۍ مخنیوی او د ترافیکي خدمتونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې ایجاد شي. غونډې پرېکړه وکړه، دغه موضوع لازیات تخنیکي بحث ته اړتیا لري او لازمه ده چې پر ترافیک خدمتونو او حقوقي محور، په وړه ځانګړې غونډه کې بحث وشي او وروسته یې پایلې د تصمیم نیولو په موخه د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته