نړۍ

‏ په عربستان کې د ميشتو سمنګانيانو له خوا مړو ته دغسل ورکولو ځاى جوړشو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢:
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکوښار کې مړو ته دغسل ورکولو ځاى  دجوړولو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغسل ورکولو دځاى  مديرګل محمد ددغه ځاى دجوړولو دڅرنګوالي په باب  وويل :  دغه ځاى   دڅلورسوه پنځوس مربع متره شخصي  ځمکې  په ساحه کې  جوړ شوى دى  چې  په سعودي عربستان کې  ديوشميرميشتو سمنګانيانو په  مرسته په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ دغه ځاى په دوو پوړونو کې  جوړ شوى دى  چې يو سلو پنځوس زره امريکايي ډالره پرې لګيدلي دي او دليږدونکو وسايطو  تم ځاى ، دمدير دکار خونه ،  دمراجعينوخونه ، دښځينه او نارينه مړو ته دغسل ورکولو دوه سالونونه  لري  چې په يوه وخت کې  په دواړو سالونونو کې دوو مړو ته غسل ورکول کيږي  او هر سالون دمړو دشپږ سوه تنو خپلوانو ظرفيت لري.     د ده دڅرګندونوله مخې ؛  په دغه ځاى کې  مړو ته غسل ورکول په داسې ډول طرحه شوي دي  چې دغسل ورکولو په وخت کې  مړي ته زيان ونه رسيږي او دغه راز  پرمختللي وسايل پکې  کارول شوي دي.                                                      
ده زياته کړه  دويم پوړ  چې  شپږ خونې او عصري تشنابونه لري  ددوو کورنيو  دژوندانه په  موخه چې  مړو ته دغسل دورکولو لپاره  موظفې شوې دي ، بيل کړاى شوي دي .                                                                                                              مړو ته دغسل ورکولو دساحې مدير وويل  ؛  په دې سربيره دوه امبولانسونه       له کور څخه دغسل ورکولو ځاى او  دغسل ورکولو له ځاى څخه داستوګنې کورونو  ، جوماتونو او  مقبرې ته دمړو دليږدونې په موخه پيرودل شوي دي چې دغه خدمتونه په  ٢٤ ساعته ډول  په وړيا توګه هېوادوالو ته وړاندې کيږي.
ده وويل ؛ مړو ته دغسل ورکولو ددغه ځاى په ګودام کې دتکفين ټوکر او دتکفين نور تجهيزات دخيريه بنسټونوله خوا زيرمه شوي دي  چې دغه تجهيزات هم وړيا دي .
په همدې  حال کې  دسمنګانو ولايت دحج او اوقافو رياست يوه مسوول مولوي  سيد عبدالغفور هاشمي  مړو ته دغسل ورکولو په دغه ځاى  څخه ګټه اخيسته داسلام دمبين دين له لارښـوونو سره سمه وبلله او ويې ويل ؛ چې ددغې ادارې له خوا د مړو دمينځلو په موخه  څلور تنه چې دوه ښځې او دوه نارينه پکې شامل دي موظف شوي دي .
ده زياته کړه : هغه کسان چې  په دغه ځاى کې موظف شوي دي له شرعيت سره سم دمړو دمينځلو اوتکفين لارې چارې  زده کړي دي.
ده دسمنګانو ولايت له ټولو اوسيدونکو څخه وغوښتل چې له دې وروسته دې خپل مړي دغه ځاى ته وليږدوي  او له مينځلو وروسته دجنازې دلمانځه د ادا کولو لپاره  جومات او له هغه ځاى څخه اديرې ته وليږدول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته