ورزش

دهيواد د اوولس کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم خپله پنځم لوبه کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دهيواد د اوولس کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم په هند کې دسبروتو جام د سياليو په دوام نن دهند له يوټيم سره لوبه کوي.
دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړي شمس اميني باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې وه دغه لوبه نن له غرمې وروسته په يوه بجه ترسره شي.
اميني زياته کړه تراوسه پورې دهيواد داوولس کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم په دغو سياليو کې دهند دليورپول اکاډمۍ ټيم ته دصفر په وړاندې په يوې سره داندونيزيا ټيم ته دصفر په وړاندې په يوې سره دهند ديوبل ټيم ته دصفر په وړاندې په دوو سره ماتې ورکړې ده او د متحده عربي اماراتو له ټيم سره په لوبه کې څرنګه چې مقابل ټيم لوبې ته حاضرنه شو لوبه د صفر په وړاندې په دريو سره دافغانستان ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته