-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
په کندز ښار کې د شرابو د توليد يوه کارخانه کشف شوه .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ ددغې کارخانې توليد شوي شراب د افغانستان په بازارونوکې پلورل کېدل .
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري باختر اژانس ته وويل چې له دغې فابريکې څخه په لسګونو ليتره شراب اود شرابو جوړونکي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل د شرابو د توليد د فابريکي خاوندان د پوليسو له رسيدومخکې تښتيدلي و ، او د هغوي د موندلو او نيولو لپاره هڅې دوام لري .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د کندز پوليس د يوې اندازې نشه يي توکو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه نشه يي توکي د کندز ښار له يوکور څخه ترلاسه شول.
پوليس وايي په دغو نشه يي توکو کې چرس، هيروئين او تابليت کا شته .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل