خبرونهاقتصاد

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست: کرنه د هېواد اقتصاد اصلي منبع ده

کابل، د زمري ٢مه، باختر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت سرپرست د ملي پراختيا شرکت له رئيس سره په  کتنه کې وويل، چې کرنه د هېواد د اقتصاد اصلي منبع ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپانې په خپرولو سره ليکلي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د ملي پراختيا شرکت له اجرائيوي رئيس عبدالرحمن عتاش سره وکتل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې د پروژو او کاري موخو په تطبيقولو کې د دواړو لورو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې کرنه د هېواد د اقتصاد اصلي منبع ده، موږ بايد د کاري پروګرامونو په تېره بيا زراعتي پروژو په تطبيقولو کې له يو بل سره په همغږۍ کار وکړو چې دولت او خلکو ته  ګټور ثابت شي.

په همدې حال کې د ملي پراختيا شرکت اجرائيوي رئيس عبدالرحمن عتاش د کرنې په سکتور کې د کرنې  وزارت او د ملي پراختيا شرکت ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ مثبت ګام وباله او ويې ويل، چې موږ زيات انساني ځواک، ځمکه او اوبه لرو او معياري خدمتونه تطبيقولى شو، نو بايد له  کورنيو شرکتونو څخه استفاده  وکړو.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته