سیاست

دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى دايران له خوا دياغيانودسمبالولوپه باب رپوټونه ردکړل

کابلباختر دعقرب ٥
دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى جانان موسي زي دايران له خوادافغان ياغيانو دسمبالولوپه باب رپوټونه ردکړل  .
دباخترآژانس دخبر له مخې  :  ده چې نن په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره خبرې کولې  زياته کړه  دهيواد دبهرنيوچارو وزارت په ځينو رسنيو اوټولنيزو سايټونو کې چې دفراه ولايت دمرستيال له خولې ليکل شوي دي ددغو رپوټونو خپرول چې ګني ايران يوشميرياغيان له سمبالولو وروسته افغانستان ته استولي
دي چې ډاراچونکي بريدونه ترسره کړي ، بي بنسټه وبلل اوهغه يې ردکړل
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  ديوې پوښتني په ځواب کې ددغو رپوټونو خپرول ردکړل او ويې ويل افغانستان په تيرودولسو کلونوکي دايران له اسلامي جمهوريت سره ښې اړيکې درلودې او د دغورپوټونو خپرول په بشپړه توګه بې بنسټه دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته