امنیت

نعيمي:د نشه يي توکو ګټه مافیا او زیان یې ټولنه ته رسيږي

مهترلام باختر لړم د میاشتې ۱ نېټه
د نشه يي توکو ګټه مافیا او زيانونه یې د ټولنې وګړو ته رسيږي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د نشه يي توکو د مخنيوي په اړوند جوړ شوي درې ورځني ورکشاپ کې وکړې.
هغه د مخدره توکو پر ضد مبارزه د ټولو ګډ مسولیت وګڼه او زیاته یې کړه چې د دغه شومې پدیدې له امله په نړۍ کې د افغانستان نوم ته سخت زیان اوښتی.
نعیمي وویل چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دې هغه ساتونکي تقدیر او وستایل شي، چې قهرماني یې ښودلې او هغوی دې مجازات او یا هم له دندو ګوښه شي چې په دغه مبارزه کې پاتې راغلي او یا د نشه یي توکو د قاچاقبرانو سره په مستقیم او یا غیر مستقیمه توګه لاس لري.
د لغمان والي په وینا د مجازاتو او مکافاتو د اصل د تطبیق او کروندګرو ته د بدیل معیشت د پروګرامونو او د عامه پوهاوي په برخه کې دیني عالمانو،قومي مشرانو او رسنیو ته فعاله ونډه ورکول هغه مهمې لارې چارې دي چې له مخې یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بریالیتوب ته رسیدلی شو.
په ورته وخت کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د پلان او پالیسۍ عمومي رېیس ډاکتر محمد عثمان فروتن بیا د نشه یي توکو د کرکېلې په برخه کې د ټول افغانستان په سطحه عمومي معلومات وړاندې کړل او په لرې پرتو سیمو کې یې د امنیت نشتون د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه یوه ستره ننګونه په ګوته کړه.
فروتن وویل چې دا مهال په ټول هېواد کې یوولس اعشاریه دوه سلنه وګړي په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه معتاد دي.
هغه له خلکو  وغوښتل چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه د حقیقت پر بنا په دغه ورکشاپ کې شریک کړي، څو دوی وکولای شي چې په راتلونکي کې یې له مخې پالیسي جوړه او تطبیق کړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته