اقتصاد

جمهور ریېس غني د اسیا د زیربنایي پانګونې بانک له پلاوي سره وکتل

کابل باختر د مرغومې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریېس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسیا د زیربنایي پانګونې بانک له پلاوي سره چې د پانګونې زمینو د لټولو په موخه یې افغانستان ته سفر کړی وو، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهور ریېس دغه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له دغه پلاوي څخه یې افغانستان ته د سفر او د پانګونې د فرصتونو د تشخیص له امله مننه وکړه.
دغه پلاوي د اسیا زیربنایي پانګونې بانک د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او دواړو لورو په افغانستان کې د ګډې پانګونې د زمینو او د زیربنایي پروژو د تطبیق په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهورریېس غني وویل: د انرژۍ، برېښنا، سیمه ییز اتصال، نوري فایبر او دغه راز د اوبو مدیریت او د بندونو جوړولو په ګډون د لویو اقتصادي پروژو تطبیق چې د سیمې پر وضعیت اغېز ولري، زموږ د برنامو په لومړیتوب کې دي او په دې برخه کې عملي کارونه دوام لري.
د اسیا د زیربنایي پانګونې بانک پلاوي، زیر بنایي او د پانګونې برنامو ته د هېواد د جمهورریېس له پاملرنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، موږ به د موثرې پانګونې لپاره لومړیتوبونه تشخیص کړو.
دغه پلاوي څرګنده کړه، د افغانستان ټول انکشافي پروګرامونه د اسیا د زیربنایي پانګونې بانک له موخو سره مطابقت لري او موږ لېواله یوو چې په دې برخه کې په ګډه عملي کار پیل کړو.
جمهورریېس محمد اشرف غني وویل، زموږ زیات تمرکز هم د افغانستان پر انکشافي پروګرامونو دی، ترڅو پروژې د بشپړې پروژه یي ټولګې په چوکاټ کې ځای کړو چې د سیمې په کچه به زیات اغېز ولري.پاى – ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته