امنیت

کندز ته دتاجکستان دوارداتي بريښنا قطع کيدل

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
په کندز ولايت کې ديوې اوونۍ پوځي عملياتو په بهير کې په تخار ولايت کې دتاجکستان وارداتي بريښنا قطع شوې او کوچنې توليدي فابريکې له فعاليت څخه پاتې دي .
دتخار ولايت څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتو له امله چې د طالبانو له شتون څخه دکندز ولايت د پاکولو په مقصد پيل شوي يوه اوونۍ کيږي په تخار ولايت دتاجکستان وارداتي بريښنا قطع شوې ده
دبريښنا په قطع کيدو سره په دغه ولايت کې کوچنۍ توليدي فابريکې له فعاليت څخه پاتې دي او خلک د بريښنا له ستونزې سره مخامخ دي .
مسوولين دبريښنا فعاليدل دساحو په امنيت پورې اړوند بولي.
ددغو مسوولينو دڅرګندونو له مخې :دبريښنا مزي چې په دوو ساحو کې شليدلي دي دتړلو کاريې سخت نه دى له يوې ورځې څخه په لږه موده کې دکابل او تخار بريښنا نښلول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته