سیاست

جمهو رئیس غني د اندونیزیا جمهور رئیس سره وکتل

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ته د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او د جمهور رئیس په درناوي او هرکلي د توپ یویشت ډزونه وشول، ښه راغلاست ووایه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تشریفاتو قطعې له معاینې، یو بل ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاویو له ورپېژندلو او د مېلمنو کتاب له لاسلیک وروسته جمهور رئیس غني او د اندونیزیا جمهور رئیس د یاد هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په خپلمنځي کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا  د اړیکو د لا ټینګښت او د معارف، کرنې، ټکنالوژي، احصایې او لوړو زده کړو په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د افغانستان او اندونیزیا ۶۵ کلنو مناسباتو او دوستۍ ته په اشارې افغانستان او اندونیزیا  دوه تاریخي ملګري هېوادونه وبلل او همدارنګه یې د سولې د تامین، انکشاف او اقتصادي ودې په برخو کې د اندونیزیا بریالیوهڅو او تجربو ته په اشارې څرګنده کړه، د اندونیزیا له دغو تجربو څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین، اقتصادي ودې او انکشاف په برخو کې هم ښه استفاده کېدلی شي.
جمهور رئیس غني تروریزم او نشه یي توکي دوه بین المللي معضلې وبللې او زیاته یې کړه چې د نشه یي توکو د کار او قاچاق پیسې د بین المللي مافیا او تروریزم لاسونو ته ورځي. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ګډو هڅو او همکاریو په پایله کې باید د دغو دواړو تهدیدونو او معضلو اساسي رېښې تشخیص او له منځه یووړل شي.
جمهور رئیس غني د افغان مېرمنو قربانیو او هلو ځلو ته په اشارې وویل، دوی د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې تل فعال ګډون کړی دی. هغه زیاته کړه، په مهمو چارو او تصامیمو کې د دوی فعال حضور نه یوازې ضروري، بلکې حتمي دی او موږ د دوی د حضور د لا زیاتولو لپاره عملي هلې ځلې کړي او دغه هڅې به نورې هم پراخې شي.
د اندونیزیا جمهور رئیس د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تړون لاسلیک او نتیجې ته رسېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، اندونیزیا په افغانستان کې د سولي په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او موږ به په همدې موخه په راتلونکي کې یو پلاوی افغانستان ته واستو، چې افغان مقاماتو سره په هغه اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړي.
نوموړي وویل، اندونیزیا به په افغانستان کې د اسلامي زده کړو لوی مرکز پرانیزي او د دغه مرکز له  لارې به د اندونیزیا او افغانستان د علماو تر منځ اړیکې او مناسبات ټینګ او دوی به په دې وتوانېږي چې خپله اسلامي پوهه او معلومات له یو بل سره شریک کړي.
د اندونیزیا جمهور رئیس تروریزم او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره  ګډ تهدید وباله او زیاته یې کړه، اندونیزیا د دغو دواړو پدیدو او معضلو څخه سیمې او نړۍ ته د ورپېښو خطرونو د دفعه کولو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
هغه څرګنده کړه، چې هېواد به یې د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د ډيپلوماسۍ په برخو کې د زده کړو په موخه تحصیلي بورسونه ورکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د اندونیزیا جمهور رئیس څخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ، معارف، کرنې او مالدارۍ د ودې، شفافو ټاکنو، عمومي ادارې او  مالي پالیسیو او سیستمونو د رغاولو او نورو برخو کې د اندونیزیا تخنیکي پوهه او تجربې ګټورې وبللې.    
د جمهور رئیس غني او د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو په حضور کې د دواړو هېوادونو مقاماتو د معارف، کرنې، احصایې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته