امنیت

ددښمن درې ټانکونه له سپرليو سره يې په بدخشان کې له منځه يوړل شول

فيض آباد باختر دغويي دمياشتې ١٥مه :
دبدخشان ولايت په اشکاشم ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو د هغو ګډون عملياتو په بهيرکې  چې پرون سهار پيل شوي  وو  او تر تيرې شپې پورې يې دوام وکړ وسله والو مخالفينو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دبدخشان ولايت دملي امنيت رياست يوې سرچېنې باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دبدخشان ولايت په  اشکاشم ولسوالۍ کې  دافغان ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې  د دښمن درې  ټانکونه  له  سپرليو سره يې  ويجاړ اوله   منځه   وړل              شوي دي.
سرچينې زياته کړه  په  دغو عملياتو کې د ډاراچوونکو دوه هاوانونه ،  دوه داشکې ، او دوه  ٨٢ ملي متري توپونه له منځه وړل شوي دي.
سرچينې دغه راز وويل   دوه تنه ډار اچوونکي  چې يوبهرنى تبعه  هم پکې شامل دى  ، نيول شوي او څوکلي دډاراچوونکوله شتون څخه پاک شوي دي.
که څه هم  تراوسه پورې په دغو عملياتو کې دډاراچوونکو دس دزيان دقيق شمير معلوم نه دى خو دزيباک  ولسوال ميراحمدشاه ذيغم باخترآژانس ته وويل  چې ښايي له پنځوسو څخه تر شپيتو تنو پورې   ډاراچوونکي په  دغو عملياتو  کې وژل شوي  وي.
دغه رازپه دغو عملياتو کې نهه تنه امنيتي منسوبين  شهيدان او پنځلس تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دسرچينې دڅرګندونوله مخې ؛ همدا اوس په هغو نورو سيموکې چې ډاراچوونکي  پکې شتون لري  جګړې  دوام لري اوپه عملياتو کې شامل ځواکونه د پرمختګ  په حال کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته