ټولنه

په سرپل کې دبريښنا پروژې بشپړې شوې .

کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
په سرپل ولايت کې څلور ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
په سرپل ولايت کې دبريښنا رييس جلال الدين  نوري باختراژانس ته وويل: په دغو پروژو کې دبريښنا رياست دترانسفارمرونو  دترميمولو  ودانۍ  ددوه سوه کيلوواټو بريښنا  په ظرفيت  يو  ترانسفارمر  ددغه ولايت دمرکز دتابش ګذر ، داته سوه کيلوواټو په ظرفيت  يوترانسفارمر  دسل بستريز روغتون په ودانۍ کې او ددغه ولايت دنوي جيل  په ودانۍ کې دڅلور سوه کيلوواټو  په ظرفيت  د يوترانسفارمر  درول شالم دي
نوري زياته کړه چې ددغو پروژو په پرانيستلو سره ددغه ولايت دولايتي روغتون او جيل دروښانه کيدو په ترڅ کې يوسلو اويا کورنۍ له بريشنا  څخه ګټه واخيسته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته