کابل باخترد ثور دمياشتې ٢٢ :
په افغانستان کې د امريکا د پيسو د لګولو دڅرنګوالى د څارنې مسوول د امريکا په حکومت تورلګوي چې هغه يې ترفشار لاندې نيولى دى، د هغو پيسو د لګښت د لارو چارو په باب چې ددغه هيواد دحکومت له خوا په افغانستان کې لګول کيږي؛ چوپتياغوره کړي چې سپينه ماڼۍ د ماليه ورکوونکو د پيسو دضايع کيدو له امله خجالت او شرمساره نه شي.
باخترآژانس د واشنګتن ټايمز ورځپاڼې له خولې خبر راکړ دافغانستان دبيارغاونې دپروګرام سرپلټوونکى جان سوپوکو دغه راز زياتوي: ده ته خبردارى ورکړشوى دى چې په افغانستان کې د ملياردونو ډالرو د لګولو اوضايع کيدو دڅرنګوالى افشا کولاى شي له جمهور رييس کرزي سره په اړيکو منفي اغيزه وکړي.
ښاغلى سوپوکو دغه څرگندونې د تيرې اوونۍ دچهارشنبې په ورځ د نوى امريکا په نامه مرکزکې وکړې او په دې باب چې امريکايي مقاماتو په څه ډول د ده د رپوټونو د خپرولو مخه نيولې ده؛ معلومات ورکړل.
څه موده مخکې هم يو څيړونکى افشا کړې وه چې په افغانستان کې د پيسو د لګولو لارې چارې او د امريکا له خوا د پروژو تطبيق په افغانستان کې د فساد د پراختيا سبب شوى دى او امريکا په ناسم ډول د ماليه ورکوونکو د پيسو دلګولومسوول دى .
0 1 دقیقه لوستل