اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې پنځلس ډالره زياتوالى راغلى دى

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٥مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځ په نسبت پنځلس ډالره زياتوالى راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٤٤ډالره  وړاندې کيده، نن هم په ١٢٥٩ډالره  وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٢٠ افغانيو، کويټي ٢٤٧٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٤٢٠ افغانيو ، بحريني په ٢٠٨٠افغانيو، عربي ٢١٢٠ افغانيو، ايراني په ١٧٢٠ او يوګرام روسي سره زر په١٦٢٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته