امنیت

په جلال آباد ښارکې د نا پیژاند و یرغلګرو په ډزوکې د دوو تنو پوځیانو شهادت

د جلال اباد ښار / باختر /  دغبرګولي   ۱۳
د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کی د ناپیژاندو ټوپک لرونکو یرغلګرو په ډزوکې
دوه تنه پولیسان شهیدان شول .
موټر سایکل سپرو یرغلګرو د پولیسو دغه دوه تنه مامورین د روژه ماتي په وخت کی د جلال آباد ښار د تلاشۍ چوک د هغوى د پوستې په وړاندې پرې ډزې وکړې.
دننګرهار ولایت یوه امنیتی خبرځای چی د خپل نوم له اخیستلو یی ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبریال ته وویل چی یرغلګرو د پولیسو په دغو دوو مامورینو له ډزوو روسته د دوی جنګی وسایل واخیستل او وتښتیدل.
ده وویل: د دغې پیښې د عاملانو د پیژندلو او نیولو په باره  کی څیړنې پیل شوې دي .
تر اوسه پوری هیچا د دغه برید مسوولیت په غاړه ندی اخیستی، خوځینې خبرځایونه طالبان د دغی پیښې عاملین بولي.
پاى_شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته