فرهنګ

په زابل کې ۴۰ ځوانان له ښوونیز ورکشاب فارغ شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو عمومي مدیریت په دغه ولایت کې ځوانانو ته د علمي وړتیا لورړونې په موخه شپږ ورځینی ورکشاپ جوړ کړی و چې نن ترې ۴۰ ځوانان فارغ شول.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست نیازمحمد زیارمل وايي چې دغو ځوانانو د لیکوالۍ فن، وینا کولو هنر، انانسرۍ او د غونډو د تنظیم په برخو کې زده کړې وکړې.
زیارمل له زابلي ځوانانو سره ژمنه وکړه چې د ورته فرصتونو په چمتووالي کې به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
هغه وايي: په پام کې لري چې نږدې راتلونکې کې د سیرت النبي سیالۍ، د ژورنالیزم او عامه پوهاوي په برخو کې هم ورته پروګرامونه جوړ کړي.
په همدې حال کې د زابل والي جنرال احمد ګل رسولي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې اقدام ستاینه وکړه او د لیکوالۍ او شاعرۍ پر اوږد تاریخ او ارزښت یې خبرې وکړې.
رسولي وویل چې د يو اباد هېواد لپاره اړينه ده چې ځوانان یې په عصري مهارتونو سمبال شي او په دې برخه کې زابلي ځوانانو او له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره هر ډول مرستې ته چمتو دى.
په زابل کې د فُرصت ښوونیز مرکز مشر سردارولي سرحدي هم په غونډه کې د لیکوالۍ او لیکوال پر ارزښت خبري وکړې او زیاته یې کړه چې لیکوالان کولای شي، د خپل قلم او ژبې په مټ د ناخوالو پر وړاندې مبارزه وکړي، نو اړتیا ده چې ځوانان مو لا په دې برخه کې علمي او ښوونیز سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون وکړي.
د ښوونیز ورکشاپ یوشمېر زده کوونکو هم ويناوې وکړې او په اړونده برخه کې يې له نورو بنسټونو څخه هیله وکړه چې نورو ځوانانو ته هم د داسې ښوونیزو ورکشاپونو زمینه برابره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته