امنیت

په هلمند کې دپنځلسو تنو وژل کېدل

په هلمندولايت کې  له افغان ځواکونوسره په  جګړه کې پنځلس ته وسله وال طالبان وژل شوي دي .

دغه جګړه په ګرشک ولسوالۍ کې پرون له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو په افغان ځواکونو بريد وکړ.

په هغې خبرپاڼه  کې  چې دهلمند ولايت له  خوا خپور شوي دي ويل شوي دي  چې په دې يو ساعته نښته کې افغان ځواکونو ته زيان نه دي اوښتي .

په خبرپاڼه  کې زياته شوې ده چې په دي  جګړه کې يوه اندازه  جنګي وسايل  او چاوديدونکې توکې دافغان  ځواکونو لاسته ورغلي دي .

په خبرپاڼه کې  په دې نښته کې دملکي وګړو دسر داحتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته