سیاست

اجرائیه رئیس د ناټو له عمومي منشي سره په نیویارک کي وکتل

کابل باختر دتلي شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په نیویارک کي د ناټو دسازمان له سرمنشي یانس سټولټنبرگ سره د افغانستان اود دغه سازمان پر راتلونکو همکاریو باندي خبرې وکړې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي همداراز د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر فعالیتونو، له افغان ځواکونو سره د ناټو پر راتلونکو همکاریو او د تروریزم دله منځه وړلوپه باب خبري وشوې.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو سرمنشي ته وویل، چي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تېر کال خورا حساس شرایط تېر کړل او وکولاى شول، چي مخالفین خپلو لویو اهدافو ته له رسېدو څخه راوګرځوي.
ده زیاته کړه، چي د جنګ د مخنیوي او له افراطیت سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت هڅي، چي له ښکېلو خواوو سره یې وکړې، هم دومره ګټوري نه وي.
ده یادونه وکړه، چي د افغان ځواکونو ترمنځ همږغي تر بل هر وخت ښه شوې او دې کار د هغوی د فعالیت پر ښه کېدا مثبت تاثیر اچولی دی.
اجرائیه رئیس له امنیتي ځواکونو څخه د هیواد د سیاسي رهبرۍ د بشپړ ملاتړ یادونه هم وکړه او دا هڅه یې د هغوی د عملیاتو او دروحیې دپياوړتيا لپاره مهمه وبلله.
د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې د ناټو سازمان سرمنشي یانس سټولټنبرګ هم د تیر کال په ترڅ کې د افغان ځواکونو د قوي فعالیتونو ستاینه وکړه او دا ځواک یې الهام بخښوونکی وباله.
ده وویل، چي ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، چي د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي او هیواد له کورنيو او بهرنیو خطرونو څخه وساتي.
نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان د ناټو سازمان په لومړیتوبونو کې ځاى لري او تل یې د افغانستان پر اړوندو موضوعاتو په تمرکز سره کار کړی دی.
ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د دفاع دوزیرانو کنفرانس چې په راتلوونکې اوونۍ کې او د بهرنيوچارو وزیرانو کنفرانس، چې په ډیسمبر میاشت کي جوړيږي هم یاد کړل او هلته یې پر اساسي او مشترکو مسائلو د تصمیم نیولو یادونه وکړه.
د افغانستان د اجرائیه رئیس او د ناټو د سرمنشي په نننۍ کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اود راتلوونکو فعالیتونو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته