ورزش

دهمت صافي دنجونو دواليبال ټيم اتل شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٧
په هرات ولايت کې دنجونو دواليبال سيالۍ دهمت صافي ټيم  په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې.
دهرات ولايت  دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق  ضيا دباختر آژانس  خبريال ته وويل : دغه سيالۍ  چې دښځو دپيوستون  دنړيوالې ورځې په مناسبت دپنځو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې ، په پاى کې  دسرخ پوشانو اودهمت صافي ټيمونو  په وروستي پړاو کې لوبه وکړه   چې دصفر په وړاندې په دريو سره  دهمت صافي ټيم په ګټه پاى ته ورسيده اودغه ټيم  ددغو سياليو لومړى مقام وګاټه.دغه راز دسرخ پوشانواودهندوکش ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل اوداخلاقو  کپ  د واحدي ټيم ته ورکړاى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته