امنیت

په ننګرهارکې له جګړو ځپلو سره مرسته وشوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
په ننګرهار ولايت کې د وروستيو جګړو له لسګونو مصيبت ځپلوکورنيو سره  مرسته وشوه.
دغه مرسته د نړۍ د خوړو د سازمان او د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د کميشنرۍ له خوا له ١٥٠ کورنيو سره چې د کوټ په ولسوالۍ کې   د وروستيو جګړو په بهيرکې زيانمنې شوې دي؛ ترسره شوې ده.
د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوال سيد رحمان مومند د باختر آژانس خبريال ته  وويل چې په دې دوره کې په ١٥٠ جګړې ځپلو کورنيو وريجې، غوړي، اوړه، دال او شړۍ ويشلې شوې دي.
ده دغه مرستې کمې وبللې او له دولت څخه يې وغوښتل له هغو کسانو سره چې  د کوټ په ولسوالۍ کې يې د داعشيانو د بريدونوله امله کورونه يې له لاسه ورکړي او ياټپيان شوي دي؛ زياته مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته