کابل باختر د مرغومي څوارلسمه :
دملي اردو يو سرتيرى يو غير مسوول وسله وال قوماندان له خوا په بغلان ولايت کې ووژل شو.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: دملي اردو سرتيرى شير آقا نوميږي او د قوماندان حسرت په نامه د يو غيرمسوول وسله وال قوماندان له خوا د خنجان ولسوالۍ په يکاولنګ کلي کې په عام محضر کې د ملي اردو د سرتيري د پلار د سترګو په وړاندې په بې رحمانه ډول په ډزو سره ووژل شو.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى دغه پيښه د شخصي دښمنۍ زيږنده وبلله او زياته يې کړه چې پوليسو د قوماندان حسرت د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي. خو تراوسه پورې د هغه په نيولو نه دي بريالي شوي .
0 1 دقیقه لوستل