امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دوسله والو طالبانو د ډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو په نيمروز ولايت کې کشف شوه
دنيمروز ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه ډيپو دامنيتي ځواکونو له خوا له ايران او پاکستان سره ددغه ولايت په ګډه پوله کې کشف شوې ده .
دنيمروز والي محمد سميع سميع دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دمهماتو دغه ډيپو دهيواد دامنيتي ځواکونو له خوا ددغه ولايت دچاربرجک ولسوالۍ دقلعه پاچا په سيمه کې کشف او ترلاسه شوې ده .
ده زياته کړه چې په دې ډيپو کې دميزايل توغندي پنځوس ماينونه او دهاوان لس ماينونه ترلاسه شوي دي.
والي زياته کړه چې تراوسه پورې ددغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو دلومړنيو معلوماتو له مخې دوسله والو طالبانو له دغو مهماتو څخه په دغه ولايت کې دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو لپاره استفاده کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته