سیاست

دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي ددغه شان عملونوله ترسره کولو څخه دافغانستان ددښمنانو هدف دخلکو ترمنځ داختلاف پيداکول دي

کابل باختر د زمري  دريمه :
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو دجمهور رييس له دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش سره په ټيلفوني اړيکه کې دکابل ښار په دهمزنګ  چوک کې دخلکو دوژنې او دتروريستي بريد عاملان وغندل  او دملګروملتوپه استازيتوب يې ددغې پيښې له ټپيانو او دشهيدانو له پاتې کسانو او کورنيو او په ټوليزه توګه له هزاره ټولنې سره همدردي څرګنده کړه او هغوى ته يې تسليت ورکړ .
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان استازي وويل :ددغه شان تروريستي عملونوله ترسره کولو څخه دافغانستان ددښمنانو هدف  دخلکو ترمنځ داختلاف پيداکول او دملي وحدت دحکومت په نسبت دهغوۍ بې باوره کول دي
ده ټينګار وکړ چې ټول بايد دتفاهم  او پيوستون دروحيې دساتنې لپاره هڅه اوهاندوکړي چې په داوطلبانه ډول ددهمزنګ  دپيښې قربانيانو ته دوينې دورکولو لپاره له بيلابيلو قومونو څخه دخلکو حاضريدل دافغانستان د دخلکو ترمنځ دپيوستون  دشتون ډيره ښه نښه نښانه ده  ياماموتو دحکومتوالۍ په چارو کې او دوګړنيو غوښتنو په تعقيبولو کې دجمهور رييس دمرستيال دمثبت رول له امله په قدردانۍ سره دحکومت له مشرتابه  څخه وغوښتل چې  دغه شان پيښې دې په لازمه توګه تر پاملرنې او څارنې لاندې ونيسي .
په دغو ټيلفوني  خبرو کې دغه راز دجمهور رييس مرستيال دافغانستان دملت او دولت په استازيتوب له ياماموتو او دهغه پيغام  له امله چې دملګروملتو دسازمان سرمنشي  بانکي مون  ددغې پيښې  په غندلو کې خپور کړى دى مننه او قدرداني وکړه .
ده وويل چې دافغانستان حکومت دپيښې  شهيدانو او ټپيانو په باب دبيړنيواقداماتو تر څنګ دهېواد دلوى څارنوال په مشرۍ يوکميسيون جوړ  کړى دى .  چې په جدې توګه ددغې غير انساني پيښې په باب تحقيق او څيړنې وکړي .
  دجمهور رييس مرستيال زياته کړه: دملي وحدت دحکومت مشرتابه پرون په جمهوري رياست کې يولړ غونډې جوړې کړې  او نن هم دتيرو غونډو په دوام به په دغه غير انساني بريد پورې اړونده خبرې دملي امنيت دشورا په غونډه کې طرحه شي چې په دې اړوند لازم اقدامات ترسره شي
  ده زياته کړه چې له بيلابيلو ټولنيزو او سياسي ډلو سره اړيکې او غونډې دوام لري چې دخبرو او تفاهم له لارې ددغې پيښې او دنورو مهمو ملي   مسئلو په اړوند دمناسب چلند په باره کې  دخلکو نظريې اووړانديزونه ترلاسه شي او دتعقيبولو او تطبيق لپاره دحکومت مشرتابه  ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته