(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

په هلمند کې د اختریز جام په نوم د کرکټ سیالۍ د خوشحال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د غوایي ۹مه، باختر

د هلمند د مارجې ولسوالۍ اړوند کېمپ سیمه کې اختریز جام په نوم د کرکیټ ۱۲ اوریزې سیالۍ د خوشحال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

ديادي ولسوالۍ د کرکیټ آمر ډاکټر محمد ابراهیم د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل، چې په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې اووه ورځې یې دوام وکړ.

ابراهیم زیاته کړه، چې د دغو سیالیو په پای لوبه کې خوشحال لوبډلې ناوې لوبډلې ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.

نوموړي وویل، چې د دغو سیالیو موخه ځوانان یووالي او یو بل منلو ته هڅول وو.

له بلې خوا یو شمېر ننداره چیانو او لوبغاړو د دغه ټورنمنټ په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه خو د ورزش آمریت څخه یې د ورزش په برخه کې دې ولسوالۍ ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دې سيالۍ په وروستۍ برخه کې د مارجې ولسوالۍ مسوولینو ته د وياړ پګړۍ ورکړل شوې او همدا راز خوشحال لوبډلې ته د لومړي مقام او د ناوې ولسوالۍ لوبډلې ته دویم مقام جام ورکړل شو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا