(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په هلمند کې د استقلال په نوم د درې لارې د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د زمري ۳۰مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د استقلال په نوم د درې لارې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په یادو مراسمو د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي مولوي سلطان محمد حنیف، ګذر وکیلانو او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د لښګرګاه ښاروالۍ د اطلاعاتو مسوول محمد طاهر ابشار د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د استقلال درې لارې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړيږي، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ابشار له ښاریانو وغوښتل، چې د ښار په ښکلا کې خپله همکاري ونه سپموي او د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

ورته مهال د ناوې ولسوالۍ دوه اوسېدونکي محمد افضل او محمد وايي، چې د استقلال درې لارې په جوړولو سره به له یوې خوا د ښار ښکلا زیاته شي او له بلې خوا به د لښکرګاه ښار او ولسوالیو ترمنځ د نقلیه وسایطو تګ – راتګ منظم او د ترافیکي پېښو کچه به را کمه شي.

دوی دغه راز د یاد ولایت د ویجاړو سړکونو د رغولو غوښتنه هم وکړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا