نړۍ

دپاکستان دهوايي چلند دملي شرکت رئيس استعفي وکړه

 اسلام آباد ډي ډان   باختر د سلواغې د مياشتې  ١٥  :
دپاکستان دهوايي چلند دملي شرکت ( PIA)  داعتراض کوونکو کارګرانو داعتصاب له امله دغه شرکت ته  کابو يو اعشاريه اته مليارده  پاکستانۍ کلدارو زيان رسيدلى دى.
د کراچۍ په ښارکې دپاکستان دهوايي چلند دملي شرکت له اعتراض کوونکو سره  دامنيتي ځواکونو دسه شنبې دورځې له نښتې  او ددغه شرکت ددريو تنو کارکوونکو له وژل  کيدو وروسته ،  ددغه شرکت رئيس ناصر جعفراستعفي وکړه  او خپل استعفي ليک يې  دپاکستان صدراعظم ته وړاندې کړ. خودپاکستان دهوايي چلند دملي شرکت درئيس  استعفي ليک ته  دصدراعظم رسمي ځواب نه دى اعلام شوى.
ددغه بحران په دوام ددغه شرکت دالوتکو زياتره الوتنې لغوه شوې دي  چې دپاکستان دنواى وقت  ورځپاڼې په ليکنه  په کراچۍ  اودپاکستان په نورو ښارونو کې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې  له پرون را په دې خوا لغوه شوي دي  او ددغه هېواد   دجنګ ورځپاڼې  پرون او نن  دلغوه شويو الوتنو شمير څه ناڅه يو سلوپنځوس بللى دى .
دسه شنبې په ورځ دپاکستان امنيتي ځواکونو د اوښکي بهوونکي ګاز، د ربړي ګوليو اود اوبو شيندونکو موټرو په کارولو سره  هلې ځلې وکړې  چې دپاکستان دهوايي چلنــــد  د ملي شرکت د يو زيات شمير کارکوونکو مظاهره  چې  د دغه شرکت د خصوصي کولو لپاره د حکومت دتصميم پرخلاف د اعتراض  په توګـــه دکراچـــــۍ دنړيوال هوايــــي ډګــــــر د  ترمينل په  وړاندې راغونډ شوي و ، خوره وره کـــــړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته