فرهنګ

دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د کب دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو سره دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ديونسکو دنړيوال سازمان ، دفرهنګي ټولنو  دځينو بنسټونو اودمدني بنسټونو له خوا جوړه شوې وه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني دمورنۍ ژبې په تيره بيا دښوونې او روزنې په لاره کې  دمورنۍ ژبې داهميت په اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې ژبه په افهام او تفهيم ، فکر او دفرهنګ په پيژندنه او ساتنه کې  مهمه وسيله  او دتمدنونو بنسټيز  عنصر دى .
ده زياته کړه چې په نړۍ کې دکابو شپږو زرو ژبو شتون له يوې خوا دبشريت  ستره پانګه بلل کيږي او ډول ډول فرهنګونه يې ساتلي دي او له بله پلوه  هره ژبه خپلو ويوونکو ته يې په اساني سره  دشخصيت جوړولو فضا برابروي .
ده زياته کړه چې په  همدې  اساس دملګروملتو دسازمان علمي ، سياسي او فرهنګي موسسې  يونسکو  په  ١٩٩٩ ميلادي کال کې دفبروري  دمياشتې  يوويشتمه دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې  په توګه اعلام کړه او له  ٢٠٠٠ ميلادي کال راپديخوا دغه ورځ کال په کال  نمانځل کيږي .
دغه راز په همدې مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  پيغام دجمهوري رياست دفرهنګي چارو دسلاکاراسد الله غضنفر  له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
له نيکه مرغه  دافغانستان  اساسي قانون ماشومانو ته په خپلې مورنۍ ژبې دزده کړې  حق ورکړى دى  او  دهغه درې څلويښتمې  مادې دولت مکلف کړى دى چې په ټول افغانستان کې دپوهنې دانډوليز تعميم په خاطر ، په هغوسيموکې چې خبرې پرې  کيږي  دمورنيوژبو دلوست زمينه برابره کړي .
دغه راز په دې غونډه کې په کابل کې ديونسکو استازي ، دولسي جرګې غړې ساهيرې شريف ، محمد عالم کوهکن ، دپوهنې وزارت دخپرونو رييس کبير حقمل  ، انجنير ملنګ ابراهيمي او عبدالخالق  حسيني په ترتيب سره دمورنۍ ژبې داهميت، دملي وحدت او پيوستون په ټينګښت کې دژبې درول ، په هېواد کې
دژبو  پراختيا ته دپاملرنې  او ددې دمخنيوي په اړوند چې ځينې سياستوال غواړي ژبې ديوې بلې په وړاندې ودروي  او وجنګوي  اوپه يو ډول نه يو ډول دځان په ګټه ورڅخه  استفاده وکړي ، خبرې وکړې .
ددغې غونډې په پاى کې ډاکترې ثريا يوسفزۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، ديونسکو دنړيوال  سازمان ، دافغان ګډې  فرهنګي ټولنې دجرګې اودافغانستان دفرهنګ اوژبو  دانکشاف او ملاتړ،دملي بنسټ ګډه اعلاميه  ولوستله .  چې په يوه برخه کې  يې ويل شوي دي دملګروملتوسازمان کال په کال دفبروري  دمياشتې يو ويشتمه دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په توګه نمانځي .
  څيړنې ښي چې دمورنۍ ژبې پربنسټ  په څو ژبو ښوونه او روزنه په ښه کيفيت سره دزده کړې بنسټ دى او له ښوونځي  څخه دزده کوونکي دمورنۍ ژبې ايستل له ښوونځي څخه دهماغه زده کوونکي دايستلو په توګه دي .
دغه ر از په اعلاميه  کې ويل شوي دي چې ژبې په هويت ، خبر رسولو ، ټولنيز وحدت او انکشاف  اغيزه لري او دژورو اغيزو له پلوه دانسانانو او نړۍ لپاره ستراتيژيکي  اهميت لري .
په دې غونډه کې ددولتي ادارو يوشمير مسوولينو ، دملي  شورا غړو، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو او رييسانو ، دقومونو استازو او دفرهنګي او مدني بنسټونو مسوولينو او غړوګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته