امنیت

په قندهار کې چاودنه وشوه

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د قندهار امنيتي خبرځايونه وايي چې څو شېبې وړاندې په قندهار ښار کې چاودنه وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قندهار يوې امنيتي سرچینې رسنيو ته ويلي دي چې دغه چاودنه په قندهار ښار کې د ولايت مقام ودانۍ ته څېرمه شوې ده.
هغه د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه څه ونه ويل. خو د قندهار سيمه یيز خبرځايونه وايي چې د ولايت د موټرو په تمځاى کې د ماين په چاودنه کې د والي د سکرټر او د هغه د ساتونکې په ګډون دوه تنه ووژل شول او يو بل ساتونکى ټپي شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته