امنیت

څلويـښت ماينونو دپوليسو لاسته ورغلل

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دبغلان ولايت  پوليسو پرون  خلويښت ماينونه اودوه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  ددغه ولايت له مربوطاتو څخه ترلاسه کړل .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ

دغه مهمات او چاوديدونکي توکي  چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي اوتخريبي  فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دپلخمري ښار دلومړۍ  حوزي په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و ددغه ولايت دپوليسو له خوا کشف اوترلاسه شول اودپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خودهغه  دعاملينو دموندلو په خاطر دپوليسو هڅي دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته