اسلام اباد بزنس رکورد باختردلړم دمياشتې ٢٦ :
پاکستان پتيلې ده چې د سيمې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د تجارتي همکارۍ د پياوړتيا او د سياحتي سمون په مقصد له افغانستان، ايران او ترکيې سره د ريلي ترانسپورتي شبکه جوړه کړي .
باخترآژانس د بزنس رکورد ورځپاڼې له خولې خبر راکړچې دغه تصميم دپاکستان د حکومت د کابينې د غړو په يوه غونډه کې نيول شوى دى.
ددغه خبرله مخې : دپاکستان صدراعظم د څلورو مسلمانو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ايران او ترکيې ترمنځ د ريلي د دغې شبکې د جوړولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
د پاکستان د حکومت تصميم له دوو ګاونډيوهېوادونو ايران او افغانستان سره د اړيکو د ښه والي او پراختيا لپاره د اسلام آباد د ارادې څرګندوى دى او غواړي چې د ريلي د دغې شبکې په جوړولو سره د ايران له لارې ځان داسلام آباد د يو مهم متحد په توګه ترکيې ته نږدې کړي.
دپاکستان او ايران ترمنځ د ريلي د همکاريو سابقه لسګونو کلونو مخکې ته اړه پيدا کوي .
دعمان سمندرګي په سواحلوکې دتجارتي فعاليتونو دپراختيا په تيره بيا په ايران کې د چابهار بندر او په پاکستان کې د ګوادر بندر د پراختيا د طرحې لپاره د دواړو هېوادونواقداماتو ته په پاملرنې سره دواړه لوري د ريلي شبکو زياتې پراختيا ته اړتيا لري .
0 1 دقیقه لوستل