خبرونهفرهنګTOP

په هلمند کې د تاریخي آبداتو د جایدادونو د غصب مخه ونیول شوه

 کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر

په هلمند کې د تاريخي آبداتو د جایدادونو د غصب مخه ونيول شوه.

د را رسېدلو خبرونو له مخې، يو شمېر کسانو غوښتل چې د هلمند د تاريخي بست قلعه  په يوه ګوښه کې تاسيسات جوړ کړي، خو د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همغږی يې پوليسو مخه ونيوله.

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ عبدالباري راشد باختر آژانس ته وويل چې په وخت سره يې د پولیسو په همکارۍ او د تاریخي بست قلعه ځمکو د يوې برخې د غصب مخه  ونیول شوه .

حافظ راشد هغو کسانو ته چې د تاریخي آثارو او لرغونو ساحو د غصبولو نیت لري خبرداری ورکړ؛ چې د غاصبینو مخه به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د بست قلعه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه موقعیت لري او اوس له دې تاریخي سیمې څخه یوازې د هغې دروازې تاق پاتې دی چې په ۱۱مه پېړۍ کې جوړ شوی دی. دغه تاق یو وخت د لښکرګاه ښار د ننوتو دروازه هم وه.

د بست قلعه تاق دروازې د افغانستان له بې ساري تاریخي آثارو څخه ګڼل کېږي، چې انځور یې د دغه هېواد د اوسني اسعارو په “سل افغانیو” بانکنوټونو هم حک شوی دی. دغه دروازه، چې د پیړیو راهیسې د زیاتو پېښو او بریدونو سره مخ وه، اوس په یوه مهم تاریخی اثر بدله شوې ده.

د علاؤالدین غوري، چنګیز خان مغول، ګډ تیمور او نادر افشار په څېر د جنګیالیو له څلورو بریدونو وروسته، د بست قلعه همداسې ولاړه پاتې شوه.

خو اوس د بست په تاریخي قلعه کې په غیر قانوني توګه د سلګونو استوګنیزو کورونو جوړول د دغې تاریخي سیمې مخ بدل کړی دی.

د وخت په تېرېدو سره د هلمند سیند طبیعي طوفانونو او سېلابونو د دې تاریخي زیرمې یوه برخه ویجاړه کړې ده. پخوا دغه قلعه د غزنويانو د ژمني ماڼۍ هم وه.

اسلامي امارت تل ویلي چې د افغانستان د تاریخي آبداتو د ساتنې هڅه کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير په دې وروستيو کې باميانو ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې دوى د افغانستان د تاريخي او لرغونو آثارو د بيا رغونې او ساتنې لپاره هلې ځلې کوي .

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا