امنیت

يوځانمرګى بريد شنډ کړى شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
يو ځانمرګى يرغلګر نن په هلمند ولايت کې هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل شو او ونيول شو.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر چې چاوديدونکي توکي يې په خپلو کوښوکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه سالون ته چې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ سيمه ييزو مقاماتو پکې غونډه کړې وه؛ ننوځي چې د پوليسو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
ځانمرګى يرغلګر په لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې د روزګان ولايت اوسيدونکى دى او د ځانمرګى بريد په مقصد د غونډې سالون ته ننوتى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته