امنیت

په خوست کې د ٢١٩ ښوونځيو دروازې وتړلې شوې

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د خوست ولايت ښوونکو په هغه څه باندې په اعتراض سره چې ښوونکو ته د استوګنې د نمرو نه ويشل بولي، له پرونه راهيسې يې په کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې: 
د استوګنې د ځمکو د نه ويشلو په دليل د خوست ولايت د زرګونو تنو ښوونکو له اعتصاب وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت ډاډ ورکړ چې د ښوونکو ستونزې به حل شي.
د پوهنې وزارت وياند وويل چې د ښوونکو غوښتنې له جمهوري رياست او له يوشمېر نورو بنسټونوسره شريکې شوې دي.
دى د خوست له ښوونکو څخه غوښتنه کوي چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي او د زده کوونکو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيږي.
ده زياته کړه: د افغانستان د پوهنې وزارت د ځمکوالۍ د ادارې او له جمهوري رياست سره په اړيکه کې دى چې دغې ستونزې ته د حل يوه لاره پيدا کړي.
د ښوونځيو تړل هيڅ راز توجيه نلري او ښوونځي بايد د افغانستان دبچيانو پرمخ و نه تړل شي .
د پوهنې وزارت د خوست ولايت د ښوونکو د ښارګوټي د ستونزې په خاطرخپلې ټولې هلې ځلې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په خوست ولايت کې په زرګونو تنو ښوونکو له پرونه  راهيسې د ښوونځيو دروازې تړلې دي او په کاري اعتصاب يې لاس پورې کړى دى.
د ښوونکو يوه استازي وويل: موږ ته د کور د جوړولو لپاره د ځمکې د ويشلو  ژمنه شوې وه ، خو تر اوسه پورې دغه ژمنه نه ده عملي شوې.
ده وويل: اعتصاب به د ښوونکو د غوښتنې تر څيړنې پورې دوام وکړي.
د ده د څرګندونوله مخې؛ له دغه اعتصاب وروسته په دغه ولايت کې د٢١٩  ښوونځيو دروازې تړلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته