فرهنګ

د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د نمانځنې کميسيون غونډه وکړه

کابل باختر دوري  دمياشتې ١٥ :
د سارک د غړو هېوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د نمانځنې د کميسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سيدمصدق خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: 
په دې غونډه کې چې دجمهوري رياست دمقام دسلاکارانجنير محمديوسف پښتون، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ادارې د لوى رييس، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د معين، د بهرنيو چارو، لوړو زده کړو، د ښار جوړولو د چارو، کورنيو چارو او د ماليې د وزارتونو، د ملي امنيت د لوى رياست، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د آقاخان د فرهنګي بنسټ د استازو او د يوشمېر فرهنګيانو، څيړونکو، ليکوالو، اديبانو او شاعرانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل: په  نوې پرمختيا کې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز د دغې پيښې د ښې نمانځنې په مقصد ٤٠٠ زره امريکايي ډالره د باميانو ولايت ته او ١٠٠ زره ډالره د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د تياري د نيولو په خاطر بېل کړي دي.
ده دغه راز زياته کړه چې د پرانستوونکي جشن د جوړولو د فرمان په برخه کې د کميسيون د پخوانۍ پريکړې له مخې دسارک له فرهنګي مرکز سره په همغږۍ کې د غبرګولي د مياشتې په  ١٥ نيټه چې د جون د مياشتې له پنځمې نيټې سره سمون خوري؛ موافقه شوې ده .
په غونډه کې دغه راز د بهرنيو چارو، کورنيو چارو او د ملکي هوايي چلند د وزارتونو واکمنو استازو د خبرو په ترڅ کې په دې باب د اړوندو ادارو د تياري ډاډ ورکړ.
په همدې ترتيب د څلورګونوکميټو مسوولينو هم د اړوندو کميټو د اجراآتو په باب غونډې ته رپوټونه وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز طرحه کړه چې څلورکتابونه هم په همدې مناسبت په دريو ژبو چاپيږي.
ده زياته کړه: د سارک د غړو هېوادونو د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د نمانځنې په مناسبت د يوشمېرفرهنګيانو او څيړونکو له خوا دولس کتابونه چمتو شوي دي چې دهغود چاپولو په برخه کې به د ٢٠١٥ ميلادي کال په بهيرکې اقدام وشي.
په پاى کې وپتيل شوه چې څلورګونې کميټې دې د اوونۍ په بهيرکې خپلې انفرادي غونډې جوړې او د نتيجې په باب دې د کميسيون په راتلوونکې غونډه کې چې د را روانې شنبې په ورځ جوړيږي؛ رپوټ وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته