
کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د هلمند د بدني رونې او سپورټ آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه په همت لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغه ولایت د بدني رونې او سپورټ آمریت ویاند عبدالقیوم څپاند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالیو کې د مرکز لښکرګاه څخه ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې، چې د روژې تر وروستیو به دوام وکړي.
ورته مهال د هلمند فوټبال فدراسیون مسوول رنګین خان دفتاڼی وایي، چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله سپورټ پرمختګ کړی او دې برخې ته زیات کار شوی دی.
په ورته وخت کې د همت لوبغالي مسؤل عبدالقیوم همت د یادو سیالیو په پیل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې دا لومړی ځل دی، چې په دغه لوبغالي کې د رمضان جام فوټبال لوبې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د رمضان جام په نوم د فوټسال او کرکټ سیالیو ټورنمنټونه هم په دغه ولایت کې په لاره اچل شوي وو.
ص