جلال آباد باختر دوږي دمياشتې ٢٣ نيټه :
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې پرون د ماين د چاودنې له امله يو تن شهيد شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د هغه ماين د چاودنې له امله چې د ترکارۍ په کڅوړې کې ځاى پرځاى شوى و او د جلال آباد ښار د څلورمې ناحيې د پخته فروشۍ په کوڅه کې وچاوديد، يو تن شهيد شو.
خوږياڼي زياته کړه: په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول چې د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ