امنیت

پنحه تنه وسله وال طالبان په فاريا ب کې ووژل شول.

کابلباختردسرطان٣١
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فاريا ب ولايت کې ووژل شول اوشپږ تنه نور طالبان ټپيان شول.
په فارياب کې د٢٠٩ شاهين قول اردو دميشتې لومړى لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن محمد رضا رضايي باختر اژانس ته وويل: په غورماچ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول.
رضايي زيا ته کړه يو قوماندان اودماين جوړولو ما هر ملا اسد الله هم په وژل شويو کسا نو کې شا مل دي .
دغه راز ويل کيږي ددواړو لورو ترمنځ دنښتو په بهير کې د ملي اردو دوه تنه سر تيري هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته