امنیت

جمهور رئيس: له تروریزم سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدی شي چې د قرباني او تروریست ترمنځ توپير وشي

کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د کابل ښار د وزیر محمداکبرخان په سيمه کې تروریستي برید په سختو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د کابل د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې په دغه تروريستي برید کې ۲۱ تنه بې ګناه افغان او بهرني ملکي وګړي وژل شوي او ۴نور په کې ټپیان دي.
جمهور رئيس کرزي په سختو ټکو د دغه جنایت کارانه عمل د غندلو په ترڅ کې وويل: له تروریزم سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدی شي چې د قرباني او تروریست ترمنځ توپير وشي او د تروریزم له عواملو سره مبارزه وشي. په دې برخه کې که ناټو او په راس کې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، باید تروریزم په نښه کړي.
جمهور رئيس زیاته کړه: د تروریزم قرباني او د تروریزم عامل دواړه ستراتيژيک متحد تلقي کول، هغه سیاست دی چې په تېره لسیزه کې يې په افغانستان کې د بې شمېره قربانيو لامل شوی دی او هېڅ ډول بریا يې نه ده لرلې.
د هېواد جمهور رئيس وویل: د افغانستان خلک په دې باور دي چې پاکستان او د امریکا متحده ایالات کولای شي په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي. سولې ته د رسېدو لپاره او د افغانستان د سولې او پخلاينې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ توپير یو روښانه سیاست او ستراتيژۍ ته اړتیا لري.
جمهور رئيس کرزي د داخلي او بهرنيوقربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته يې د سملاسي روغتیا هيله کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته