کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٣٠ :
درې تنه ماين ښخوونکي پرون په ننګرهار ولايت کې ددوى دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوال قاضي نذير دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دغه ماين ښخوونکي کله يې چې غوښتل ماين دچپرهار ولسوالۍ په درګو کلي کې ښخ کړي وو ژل شول.
خبرځاى زياته کړه په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ