فرهنګ

دافغانستان دولايتونو دفرهنګ دمعرفي کولو نندارتون پرانستل شو

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دافغانستان دولايتونو دفرهنګ دمعرفي کولو تر عنوان لاندې نندارتون  نن دکابل ښار  دپوهنې رياست له خوا دحبيبيې  په عالي ليسه کې پرانستل شو .
  په دې نندارتون کې  دهېواد دڅلور ديرشو ولايتونوکرنيز محصولات ، لاسي صنايع ،  داصيلې موسيقۍ  وسايل او ډول ډول سيمه ئيز خواړه  نندارې ته وړاندې شوي دي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت  جوړه شوې وه دپوهنې وزير  ډاکتر اسد الله  حنيف بلخي  وويل  چې دغه  نندارتون  دهېواد دهر ولايت  دخلکو فرهنګ او دودونه  معرفي کوي .
  ده دغه راز  څرګنده کړه چې  نننۍ نندارتون  ديوه متحد افغانستان  څرګندوى دى چې ټول افغانان  ديو واحد چتر لاندې  راټول شوي دي  او دهېواد دفرهنګ  ممثلين دي .
ډاکتر بلخي  ددغه شان نندارتون جوړول  دغوره څيروپه  څرګنديدو کې اغيزمن  وبلل او ويې ويل  چې دغه نندارتون  دهر ولايت لپاره کيداي شي  ښه لارښود وي چې په راتلونکي کې  په ولايتونو کې هم  دغه شان نندارتون  جوړ شي .
  دکابل ښار دپوهنې رييس  ډاکتر محمد سيد منصور  دنندارتون پرانستل  دکابل ښار  دپوهنې رياست  دکيفيت دلوړولو  دکميسيون  دهڅو او هاند نتيجه وبلله  او زياته يې کړه چې دغه نندارتون  دافغانستان دولايتونو دفرهنګ  په معرفي کولو او دهېواد  دپوهنې دکيفيت  په لوړولو لاس پورې کوي او دکوچني افغانستان ممثل دى .
په دې غونډه کې دمشرانو جرګې دديني ، فرهنګي او دپوهنې دچارو دکميسيون رييس  عبداللطيف  نهضت يار خبرې وکړې او ددغه شان نندارتون جوړول يې  دهېواد دبيلابيلو ولايتونو دفرهنګ  دمعرفي کولو لپاره  مهم وباله
  په دې نندارتون کې دهېواد  له څلور ديرشو ولايتونو څخه  کرنيز محصولات  ، لاسي صنايع ، دولايتونو مروج خواړه  او د موسيقۍ  وسايل  ددوو ورځو لپاره  نندارې ته وړاندې شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته