کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
دجمهوري رياست د سرپرست د ټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس فرمان!
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ته واک ورکول کيږي چې د ايران اسلامي جمهوريت ته له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو سرپرستي وکړي.
په فرمان کې د الله (ج) له دربار څخه په ورسپارل شويو چاروکې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ