نړۍ

د مکسيکو د زلزلې د قربانيانو شمېر ١٥٠ تنو ته ورسيد

مکسيکوسټي ډې ډان باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
د مکسيکو په مرکزي برخه کې سخته زلزله د ١٤٩ تنو د وژل کيدو او د دغه هېواد په پايتخت مکسيکو سټي کې د ودانيو د نړيدو سبب شوې ده .
باختر آژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: 
د امريکا د ځمکې پيژندنې سازمان د دغې زلزلې موقعيت د ځمکې په  يو پنځوس کيلومترۍ ژورتيا کې د مکسيکو سټي په کابل١٢٠ کيلومترى واټن کې بللى دى.
مرستندويان تر کنډوالو لاندې د بند پاتې شويوکسانو د موندلو لپاره د لټون په  حال کې دي او د يوه ښوونځي په ودانۍ کې چې  يوه برخه يې نړيدلې ده، د بند پاتې شويوکسانو رپوټونه را رسيدلي دي.
د ريکټر په مقياس د اووه اعشاريه يوې درجې په سختوالي دغه زلزله په دريو  ايالتونو مورلوس، پوئبلا او مکسيکوکې د سر د زيانونو او مالي تاوانونو سبب شوې ده .
له ملکي وګړو سره يوه مرستندوى سازمان وويل چې د مکسيکو په ګوټ ګوټ کې کابو ١٤٠ تنه وژل شوي او په پايتخت کې د کابو دوو ميليونو د بريښنا بهير بند شوى دى او د ټيلفون زياتره کرښې له کاره لويدلې دي.
مکسيکو سټي د څه د پاسه شلو ميليونو تنو وګړو په لرلو سره د نړۍ يو ډير ګڼ ميشت ښار دى .
د امريکا جمهور رئيس دونالدترامپ په ټويټرکې وليکل: خداى دې د مکسيکو سټي د خلکو مرستندوى وي، موږ له تاسو سره يوو او د اړتيا په وخت کې به ستاسو ترڅنګ ودريږو .
په مکسيکوکې پرونۍ زلزله په دغه ښارکې له يوې بلې سختې زلزلې څخه يوولس ورځې وروسته شوې ده .
په پخوانۍ زلزله کې چې د مکسيکو جمهور رئيس هغه په دغه هېوادکې  د وروستۍ پيړۍ ډيره سخته زلزله بللې ده، څه ناڅه ٦١ تنه ووژل شول او کابو ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول.
د مکسيکو مقاماتو د يوولسو ورځې مخکې زلزلې سختوالى د ريکټر په مقياس اته اعشاريه يوويشت درجې اعلام کړى و.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته