امنیت

په لوګرکې د يوې ښځينه پوليسې مړى وموندل شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د يوې ښځينه پوليسې مړى پرون په لوګر ولايت کې وموندل شو.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې د دغې  ښځينه پوليسې مړى د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند له بابوسو کلي  څخه وموندل شو .
احمدزي زياته کړه چې د لومړنيو څيړنوله مخې چې مړى دهلمند ولايت دپوليسو له منسوبينو پورې مربوط دى او دهغې  د وژلو علت  تر اوسه پورې نه دى روښانه شوى او په دې باب څيړنې دوام لري.
احمدزي وويل چې تر اوسه پورې د دغې پوليسې خپلوان نه دي پيدا شوي او مړى يې د نايب امين الله لوګري په روغتون کې ساتل کيږي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته