کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د پکتيکا ولايت د يحيى خيلو د تروريستي پيښې د شهيدانو د فاتحې اخيستلو په مراسموکې چې د کابل ښار د عيدګاه په جامع جومات کې پرځاى شوي و؛ ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د دغې زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو پاک روح ته د دعا د کولو په ترڅ کې د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د پکتيکا د شهيدانوکورنيو او دوستانو ته څرګند کړل او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه يې شهيدانو ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه .
د فاتحې اخيستلو په مراسموکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په ګډون سربيره د کابينې او د ملي شورا يو شمېر غړو، جګپوړو دولتي مسوولينو، د وسله وال پوځ جنرالانو او افسرانو، د شهيدانو کورنيو او په سلګونو تنه کابل ښاريانو برخه اخيستې وه.
0 1 دقیقه لوستل