کابل باختر د وږي دويمه :
دکليد راډيو خبريال مسعود انصار نن سهار په خپل فيسبوک کې ليکلي و چې دجمهوري رياست دساتوونکو له خوا ورته سپکاوى شوى دى .
ددغه خبر له ترلاسه کيدووروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس وياند هارون چخانسوري دکليد راډيو له مسوولې نجيبې ايوبي سره اړيکې ونيولې او دقضيې پوښتنه يې ورڅخه وکړه .
دجمهور رييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. چخانسوري دکليد راډيو له مسوول سره په اړيکه کې ژمنه وکړه چې دغه پيښه به په بشپړ دقت سره وڅيړل شي .
د بيان او رسنيو دفعاليت ازادي دهېواد په اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو په قانون کې تضمين شوې ده او حکومت په دې برخه کې دقانون په اجرا کولو کې مکلف دى .
دجمهوري رياست دوياند دفتر دخبر رسولو په برخه کې جدي ګامونه اخيستي دي او دغه راز درسنيو اوخبريالانو دفعاليت په ملاتړ کې دي .
دجمهوري رياست دوياند دفتر دنننۍ پيښې دڅيړنې لپاره دژمنې په ترڅ کې له خبريالانو څخه وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو اومسوولينو سره همکاري وکړي
0 1 دقیقه لوستل