خبرونهورزش

په هلمند کې د فوټبال سیالۍ د بارک آریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د هلمند د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د فوټبال پیل شوې سیالۍ د بارک آریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه سیالیو کې ۷ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پای لوبه د بارک آریانا او نوي ځوانانو لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په کې بارک آریانا لوبدلې بریا خپله کړه او د دغه سیالیو اتلولي یې وګټله.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه وکړل شول.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا