خبرونهورزش

په هلمند کې د فوټبال سیالۍ پیل او په لغمان کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

 کابل، د لړم ۱۴ مه، باختر

په هلمند ولایت کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې او په لغمان کې د کرکټ سیالۍ د همت سلطان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په هلمند کې د فوټبال د پيل شویو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو ترمنځ همغږي ښودل شوې ده.

په ورته وخت کې په لغمان ولایت کې د کرکټ ادارې مسؤل جمیل ستانکزی وايي چې په دغه ولایت کې یوه میاشت وړاندې د شلو کلبونو تر منځ د انټرکلب سیالۍ پیل شوې وې، چې د همت سلطان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم د دغو سیالیو د اتلولۍ جام همت سلطان لوبډلې ګټلی و او سږکال يې له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړه.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا